Pmap c2

په منځنۍ پښتونخوا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دريځ

16.07.2010 14:37

 د شهيدبهټو فاونډيشن له خوا د فاټا )منځنۍ پښتونخوا( په ملكي اډانه كې د راوستلو تر عنوان لاندې جوړ شوي سيمينار ته د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د سينير ډپټي چيرمين محترم سينېټر عبدالرحيم خان مندوخېل مقاله. (لومړۍ ګڼه اکتوبر ۲۰۰۹).

 افغان ملت او افغانستان، چې د نولسمې پېړۍ په سر كښې له امو تر باسين يو ازاد او خپلواك ملت او دولت و او هغه وخت يې له اباسين څخه تر ستلج او له كشمير څخه تر سيند سلطنت ( ايمپاير Empire) درلود.

د نولمسې پېړۍ په سر كښې انګرېزي استعمارګرانو د نړۍ او افغانستان په هغه صورت حال كښې د پنجاب د سكهـ او د فارس په ملاتړ د افغانستان د سلطنت د ختمولو او د افغانستان د خاورې د نيولو په لار كې د افغانستان پر خاوره لس ګونه لويې او واړه يرغلونه وكړل، چې په دې كښې:

۱_ په اول قدم كښې د انګرېزي استعمار په لمسون او كومك له ۱۸۱۸ څخه تر ۱۸۲۳ د سكهـ له خوا د افغانستان د ژمې پايتخت پېښور ونيول شو.

ددې د ټينګولو لپاره په ۱۸۳۸ كې فرنګي پر افغانستان لوى يرغل وكړ او په انګرېز افغان اول جنګ ( ۴۲_ ۱۸۳۸) كې د غاښ ماتوونكي ماتې باوجود يې په ۱۸۴۹ د سيكهـ په ذريعه د قبضې پر ځآى مشرقي افغانستان ( هزاره، پېښور، كوهاټ، بنو او ډېره اسماعيل خان نيغ په نېغه (Direct) قبضه كړ يعنې د سيمې مشرقي افغان اولس (يوسف زى، غوريا خېل، ګګياڼى، خويشګي، محمد زي، خټك، مروت، كوهاټي او ګڼ نور) يې نيغ په نېغه قبضه كړل او په جنوب كې د افغانستان پر ولايت قلات په ۱۸۵۴ كې برلاسي شول.

۲_ په دويم پړاو كې يې په شمال كې پر بونير، سوات، ملاكنډ او په لسګونو لويو او وړو يرغلونو وروسته پر يوسف زي افغان اولس يوه لويه جګړه وتپله.

خو يوسفزي افغان اولس په ۱۸۶۱ كې په (امبيله بونير) كې په ډېره مېړانه مزاحمت وكړ او استعمار يې شاته تللو ته مجبور كړ.

خو له ۱۸۶۱ څخه تر ۱۸۷۶ په جنوب كې د " سنډيمن" استعمارګر په سپارښتونو او يرغلونو د افغانستان اهم ولايت بروهى قلات (بلوچستان ) په ۱۸۷۶ كې د فرنګي براه راست مقبوضه او مستعمره شو او ورسره كويټه (شال كوټ) قبضه كړل شول. خو په پاى كې فرنګي پېښور او كوټه د ټوپ تخته كړه او په ۸۰_ ۱۸۷۸ كې يې پر افغانستان دويم انګريز افغان جنګ وتاپه او د افغانستان پر پايتخت كابل يې يرغل وكړ. د افغانستان دد پاچا شير علي خان پر ځاى يعقوب خان پاچا شو او پر افغانستان د ګنډمك استعماري معاهده ( مۍ ۱۸۷۹) وتپل شوه، چې په دې قدم كې فرنګي استعمار ته په جنوب كې پښين، سيوۍ او تل چوټيالى ( اوسنۍ ضلع سبي، ضلع زيارت، تحصيل دكۍ، ضلع باركهان، ضلع پښين او ضلع قلعه عبدالله خان) او په شمال كې دره خيبر، ميچنۍ، او ضلع كرم تفويض (Assigned) كړل شوې، يعنې ددغه افغان ضلعو او انتظاميې وحدتونو انتظام انګرېز ته داسې حواله شو، چې هغوى به ماليه راغونډه كړه، نو به يې خپل انتظامي لګښت ترې وكړه او پاتې رقم به يې د افغاستان پاچا ته وركړ، خو په سپتمبر ۱۸۷۹ كې د افغان اولس د ملي پاڅون په نتيجه كې مشهور پيرنګي استعمار ګر، " كيوناري" او نور ووژل شول او په جولاي ۱۸۸۰ كې د ميوند په تاريخي ميدان كې د غازي محمد ايوب خان په مشرۍ كې افغاني لښكرو د پيرنګي لښكرو ته تاريخي ماتې وركړه او د هغوى ګټه يې  سكروټه كړه.

۳_ په درېيم قدم كې د افغانستان دغه وخت صورتحال كې عبدالرحمن خان د افغانستان پاچا شو، خو پيرنګي د يرغلونو او سازشونو په نتيجه كې افغانستان د خارجه تعلقاتو له اختيار څخه په زور او سازش دست بردار كولو ته مجبور كړ او بيا يې له ۱۸۸۰ څخه تر ۱۸۹۰ د ضلع لورلايي (اوسنۍ ضلع لورلايي او ضلع موسى خېل) او ضلع ژوب اوسنۍ ضلع ژوب او ضلع قلعه سيف الله خاوره په جبر او يرغلونو ونيوله او هلته يې له چترال تر جنوبي وزير ستانه پرله پسې په يوه بله پلمه يرغلونه كول او اخر كار پر (۱۲ نومبر ۱۸۹۳) مشهور انګرېز استعمارګر " ايچ ايم ډيورنډ" (H.M Durand) په نولسمه پېړۍ كې له افغانستان څخه كړې ټولې غاصبانه قبضې (نيوكې) راغونډې كړې او عبدالرحمن خان يې يو خوا د مشرقي افغانستان له لوري خاورې ( جنوبي پښتونخوا او منځنۍ پښتونخوا) څخه دست بردار كولو ته مجبور كړ او بل خوا يې د پاتې افغانستان د خارجه تعلقاتو اختيار نيولو سره هغه نيم مستعمره كړ.

۴_ كه يو خوا افغان ته ددې استعمارې قبضې او ويش په نتيجه كې، چې كومه ټولنيز، اقتصادي، سياسي، تجارتي او كلتوري نقصانونه ورسېدل، هغه ځان ته جلدونه ليكل غواړي، خو بل خوا د افغان ملت د نجات او د افغانستان د دولت د استقلال او د خاورې د تماميت په لار كې لرو بر افغان داسې مبارزې وكړي، چې په تاريخ كې ځلېږي. په دې كې د استعمارګر ډيورنډ د استعماري قبضې په خلاف په ۹۸_ ۱۸۹۷ كې د ملاكنډ، چكدرې، مهمند، خيبر، اوركزى، كرمه، شمالي او جنوبي وزيرستان د پښتون (افغان) پاڅون او بيا په ۱۹۱۹ كې د شاه امان الله خان په مشرۍ كې د افغانستان د استقلال جنګ او د هغه په لړ كې د خيبر، كرمې، وزيرستان، ژوب، پښين، لورالايي، سيوۍ، هر نائى كې د پښتون (افغان) اولس پاڅون او فرنګي ته ماتې يو تاريخي اهميت لري، چې ددې په نتيجه كې د فرنګي له خوا ټولې تپلې معاهدې ختمې شوې او د افغانستان او برطانوي حكومت د لاهور پنډۍ د ۸ اګست ۱۹۱۹ او د كابل د ۲۲ نومبر ۱۹۲۱ د معاهدو لاندې له نورو نقاطو علاوه د افغانستان او سرحدي قبايل (FT) په لړ كې د (۱) د افغانستان استقلال ومنل شو_ (۲) كه د يو خوا د استعمارګر انګرېز نيوكې په چل سره بېرته وتپل شوې، خو په بريټش اينډيا كې قبضه كړې پښتون (افغان) خاوره ( له پېښور تر ډېره اسماعيل خان شمال مغربي سرحدي صوبه) او بريټش بلوچستان (پښين، سيوۍ، تل چوټيالۍ، دكى) څخه دباندې يعنې د هزاره ملاكنډ (بونير، سوات، دير، چترال، باجوړ) مهمند (مهمند ايجنسى) خيبر (خيبر ايجنسي) او اوركزى ايجنسي، كرم ايجنسي شمالي او جنوبي وزيرستان، ژوب (ضلع ژوب او ضلع قلعه سيف الله) او لورلايي (ضلع لورلايي، ضلع موسى خېل او ضلع باركان) پښتون (افغان) اولسونو (سرحد قبايل Frontier Tribes)) كې د افغانستان ګټې (مفاد) وساتل شوى، په دې لړ كې د كابل معاهده (۲۲ نومبر ۱۹۲۱) كې د انګرېز نماينده، هنري ار سي ډابر، د افغان نماينده محمود طرزي ته پخپل ليك (No. 4) كې داسې ليكي:

Letter from British representative to Sadr-l- Ala,

The Afghan Foreign Ministry,

After Compliments,

As the Condition of the frontier tribes of the two Governments are of  interest to the Government of Afghanistan, I inform you that the British Government entertains the feeling of goodwill towards all the frontier tribes and has every intention of treating them generously, provided they abstain from outrages against the inhabitants of India.

A collection of treaties, engagements, and sanads relating to India and neighboring countries (Revise) and continued up to 1929

Vol. Persia and Afghanistan

Compiled by: C.U Aichison

Mittal Publication Delhi- 110035

reprinted in India in 1983

له دې علاوه د كابل ۲۲ نومبر ۱۹۲۱ د معاهدې ارټيكل يوولس داسې وايي:

The two High Contracting Parties having mutually satisfied themselves each reading the goodwill of the other and especially regarding their benevolent intensions towards the tribes residing close to their respective boundaries, hereby undertake each to inform the other in case of any military operation of major importance which may appear necessary for the maintenance of order among the frontier tribes residing within their respective spheres before the commencement of such operation.

C.U Aichison Vol:: Xlll, page 292.

د كابل د ۲۲ نومبر ۱۹۲۱ معاهدې ماده څوارلس داسې وايي:

The provisions of this treaty shall come into force from the date of its signature, and shall remain in force for three years from that date, in case neither of the High contracting parties should have notified twelve months before the expiration of the  said three years the intention to terminate it, it shall remain binding until the expiration of one from the day on which either of the High contracting parties shall have denounced it.

۵_ خو پر مشرقي پښتون (افغان) د استعماري واك په خلاف د لر و بر افغان سياسي او نظامي مبارزه هر اړخيزه ګړندۍ شوه، د باچاخان، خان شهيد عبدالصمد خان اڅكزى، كاكا صنوبر، حسين مهمند، قاضي عطاء الله، فقير ايپي او نورو اتلانو په مشرۍ كې خدايي خدمتګار (سرخپوش) او انجمن وطن د هندوستان د خپلواكۍ له تحريك سره لاس يو كولو په نتيجه كې پيرنګي له هند او د مستعمره پښتون (افغان) خاورې څخه ايستلو ته مجبور كړ، چې د ۳ جون ۱۹۴۷ د پلان لاندې يې د واك سپارلو اعلان وكړ، چې:

(i) د ۳ جون ۱۹۴۷ د پلان د پيرګراف (۴) لاندې د بريټش انډيا نيولې مشرقي پښتون (افغان) خاورې شمال مغربي سرحدي صوبه ( NWFP) او جنوبي پښتون افغان خاورې ( د هغه وخت ضلع كويټه پښين، ضلع سيوۍ، ضلع لورلايي او ضلع ژوب يعنې د هغه وخت بريټش بلوچستان او انتظامي ضلعې ) صوبايي وحدتونو د واك ترلاسه كولو سره له نورو وحدتونو سره د اجزائى تركيبي په توګه وفاق پاكستان تشكيل كړ. او ځان ته يې ائين ساز اسمبلي جوړه كړه، چې د خپل سرنوشت په خپله ټاكلو د حق د خوندي كولو لپاره ځان ته عمراني معاهده (Social Contract) وكړي، يعنې آئين جوړ كړي.

(ii) او بل خوا د ازادي هند ايكټ India Independent Act 1947 د سيكشن (c) (b) (i) (۷) سره سم پر پښتون (افغان) اولسونو (Frontier Tribes) د  پيرنګي محدوده حكمرانى پاى ته ورسېده او له برطانيه څخه خپلواك شو.

د ازادى هند ايكټ India Independence Act 1947 سيكشن (۱) (۷)  داسې وايي:

7 (I) As from the appointed day:

(a) His Majesty’s Government in the United Kingdom have no responsibility as respect the government of any of the territories which, immediately before that day, were included in the British India:

(b) The suzerainty of His Majesty over the Indian States lapses and with it, all treaties and agreements in force at the date of the passing of this Act between his Majesty and the rulers of Indian Sates, all functions exercisable by His Majesty at that date with respect to Indian States, all obligations of His Majesty existing at that date towards Indian States or the rulers thereof.

( c) There lapses also any treaties or agreements in force at the date of the passing of this Act between His Majesty and any persons having authority in the Tribal Areas, any Obligations of His Majesty existing at that date to any such persons or with respect to the Tribal Areas, and all powers, rights, authority or jurisdiction exercisable at that date by His Majesty in or in relation to the Tribal Areas by treaty, grant, usage, sufferance or otherwise provided that notwithstanding anything in paragraph (b) or paragraph (c) of this subsection, effect shall, as nearly as may be, continue to be given to the provisions of any such agreement as is therein referred to which relate to customs, transit and communications, posts and telegraphs or other like matters matters, until the provisions in questions are denounced by the Rulers of the Indian States or person having authority in the Tribal Areas on the one hand, or by the dominion or province or other part thereof concerned on the other hand, or are superseded by subsequent agreements.

 

(2) The assent of the parliament of the United Kingdom is hereby given to the omission from the Royal Style and Titles of the words ‘Indiae Imperator’ and the words ‘Emperor of India’ and to the issue by His Majesty for that purpose of His Royal Proclamation under the Great Seal of the Realm.

 

Temporary Provision as to Government of each the New Dominions

8. (1) In the case of each of the New Dominions, the Powers of the Legislature of the dominion shall, for the purpose of  making provision as to the constitution of the Dominion, be exercisable in the first instance by the Constituent Assembly of that Dominion, and references in this Act to the Legislature of the Dominion shall be Construed accordingly.

 

(2) Except in so far as other provision is made by or in accordance with a law made by the Constituent Assembly of the Dominion under subsection (1) of this section, each of the new Dominions and all Provinces and other parts thereof shall be governed as nearly as may be in accordance with the Government of India Act, 1935; and the provisions of that Act, and of the Orders in Council, rules and other instruments made thereunder, shall, so far as applicable, and subject to any express provisions of this Act, and with such omissions, additions, adaptations and modifications as may be specified in orders of the governor- General under the next succeeding section, have effect-provided that –

 

(a) The said provisions shall apply separately in relation to each of the new Dominions and nothing in this subsection shall be construed as continuing  on or after the appointed day any Central Government or Legislature common to both the new Dominions;

 

(۱) تحريك پاكستان تاريخي اسناد، تاليف جى الانه، مخ ۵۷۰، ۱۹۸۸، اسلامك بك لاهور

(ب) مضامين اكبرجي، مخ (۳)

۵ (iii) له دې سره د افغانستان حكومت په ۱۹۴۹ كې د لوى جرګې له پرېكړې سره سم د افغانستان او د برطانوي حكومت د ۲۲ نومبر ۱۹۲۱ معاهده منسوخه كړه.
۶_ د ۳ جون ۱۹۴۷ د پلان د پيراګراف ۱۷ او د ازادى هند ايكټ ( Indian Independence (Act 1947 د سيكشن (۱) ۷ سره سم اوسنى فاټا (Fata) او نور سرحدي اولسونه (Frontier Tribes) له برطانوي اقتدار څخه بشپړ خپلواك شو او د اولسونو د جرګې د انتظامي، حكومتي او عدالتي نظام لاندې يې خپله حكمراني (Self rule) پيل كړ. د ۱۴ اګست ۱۹۴۷ نه تر ۷ جون ۱۹۵۰ دا علاقې د ميلي اولسي جرګې نظام لاندې خپلواكه پاتې شوې او بيا ددې علاقه جاتو د بااختيار نمايندګانو او د پاكستان د ګورنر جنرال تر منځ داسې پرېكړې وشوې، چې دا قبائلي علاقه جات په هغه خصوصي سيلف رول (Self rule) حيثيت له پاكستان سره يو ځاى شوى كوم حيثيت، چې دوى د برطانوي حكومت په مقابل لرلې دا لاندې درې نوټيفيكيشنونه پر دې خصوصي سياسي حيثيت ښه رڼا اچوي، كه څه هم پاكستان هم د انګرېز استعمار په ډول د پښتونخوا دې خاورې سياسي، معاشي او علمي او ټولنيز نشوونما ته د فرنټير كرايمز ريګوليشن ډول اقداماتو زنځيرونه اچولي دي.

NO. F.9 (170)_ F/48 dated, Karachi the 27 June 1950

Whereas the inhabitants of the areas situated within the external frontier of Pakistan which are not included in any of the provinces or in the Chief Commissioner’s province of Baluchistan or in any of the acceding States or in the capital of the federation have, through there accredited representatives, declared their territories to be a part of federation of Pakistan as constituted on the 15th day of August, 1947.

And Whereas, the Governor General has accepted their request and given his consent to these areas being included in the federation of Pakistan. Now therefore in exercise of all the powers enabling him in that behalf the Governor General is pleased to declare as follows:

(1) This notification shall be deemed to have take effect from the 15th day of August 1947.

(2) The areas aforesaid shall be deemed to have been included in the federation with the consent of the federation, as from the 15the day of August, 1947.

N0. F.9 (170)- / 48_1

Whereas the Governor General is empowered by the provisions of paragraph (2) of article  (1) of the extra provincial Jurisdiction order. 1949, hereafter referred to as said order, to declare any territories to be territories in which jurisdiction is exercised by him under that order.

And whereas the Governor General has, with the consent and at the request of the inhabitants of the areas described in the Government of Pakistan, Ministry of States and frontier regions notification No. F.9 (170)_F/48, dated 27th June 1950, acquired Jurisdiction, in the aforesaid areas as from the 15th day of August 1947.

Now therefore in exercise of the powers conferred by the Said order and of all other powers enabling him in that behalf, the Governor General is pleased to declare as follows:

(1) This notification shall be deemed to have taken effect from the 15th day of August 1947.

(2) The areas described in the aforesaid notification shall be territories in which the Governor General exercised jurisdiction under the said order.

(3) All administrative jurisdiction exercisable by the Governor General in the aforesaid territories shall be discharged by the following Agents to the Governor General appointed for these Areas, namely; (a) By the Governor General of The  North West Frontier Province and agent to the  Governor General, in respect of the areas within the external frontiers of Pakistan and beyond the borders of the north West frontier Province:

(b) By the Governor of the Punjab Province and agent to the Governor General in respect of the areas beyond the western borders of the Dera Ghazi khan District of that Province, not included within Baluchistan, until such time as the said areas become, or have become a part of the punjab Province: and

(c ) By the chief Commissioner in Baluchistan and Agent to the Governor General, in respect of the areas within the borders of Baluchistan.

(4) All notifications, rules or other instruments made before the 15th day of August 1947 in respect of the aforesaid areas under sub section (1) and (2) of section 313 of the Government of India Act 1935, shall be deemed to have continued in force after the 14th day of August 1947 and to have been duly made in exercise of the Jurisdiction conferred by the said order.

 

No. F.9 (170)_ F/48_11

In exercise of the powers conferred by sub section (1) of section 95_A Government of India Act 1935 and of all other powers enabling him in this behalf, the Governor General is pleased to direct that all enactments made in or applied to the Chief Commissioners province  of Baluchistan on or after the 15th day of August 1947. and all notifications , rules, orders or by-laws made under those enactments, which are for the time being in force in the aforesaid Province of Baluchistan, shall, unless it is otherwise declared by the Agent to the Governor General in Baluchistan, with the previous sanction  of the federation, be deemed to be in force in the territories within the borders of Baluchistan being the ares described in the Government of Pakistan, Ministry of States and Frontiers Regions Notification No. F.9 (170)- F/48, dated the 27th June 1950.

Provided that for the purpose of facilitating the application of any of the aforesaid enactments, notification, rules, orders, or by-laws, any court may construe them with such modification not affecting the substance as may be necessary or proper in order to adopt them to the matter before the court.

Provided further that each of the aforesaid enactments, notification, rules, orders of by-laws shall be deemed to have been in force in the aforesaid territories from the date from which it has been in force in the aforesaid province of Baluchistan.

 

sd/ -A.S.B.shah

Secretary to the Government of Pakistan

 

(ګزت اف پاكستان مورخه ۱۹۵۰_ ۶_ ۲۷، مخ ۵۱۱، اكبرجي د مخ ۵_ ۷

۷_ په ۱۳ اكتوبر ۱۹۵۵ چې د مغربي پاكستان د قيام ايكټ ۱۹۵۵ سره سم د مغربي پاكستان صوبه جوړه شوه، نو د شمال مغربي سرحدي صوبې (معروف صوبه پښتونخوا) او د چيف كمشنر صوبه بلوچستان (معروف جنوبي پښتونخوا) سره هم دغه قبايلي علاقه جات ( اوسنى علاقه جات) او رياستونه وو كوم، چې د حكومت پاكستان وزارت رياست هاى و سرحدي علاقه جات نوټيفيكشين كې ذكر دى:

(Government of Pakistan, Ministry of States and frontier regions Notification No. F.9 (170)_f/48, dated the 27the June, 1950)

(۸) (I) په آئين ۱۹۵۶ كې قبائيلي علاقه جات ته (خصوصي علاقه جات) نوم وركړل شو او په ارټيكل ۲۱۸ كې داسې راغلي دي.

Article 218: Special areas means the areas of the Province of West Pakistan immediately before the commencement of the establishment of West Pakistan Act 1955 were;

(a) The triabal Areas of Baluchistan, the Punjab and the North West frontier, and

(b) The States of Amb, Chitral, Dir and swat.

(ii) په آّئين ۱۹۶۲ كې (د قبائيلي علاقه جات) په باره  كې په ارټيكل ۲۴۲ كې داسې راغلي دي.

Article 242: Tribal Areas means the areas in the Province of West Pakistan, which on the 13th day of October 1955 were:

(a) The Tribal Areas of Baluchistan, the Punjab and the the North_West frontier, and

(b) The States of Amb, Chitral, Dir and Swat.

(iii) په كال ۱۹۶۹ كې د دېر، چترال او سوات ايډمنسټريشن ريګوليشن ( ۶۹_ ۸_ ۱۵) Dir Chitral and Swat regulation 15_8_ 1969 ولګېده او له دې سره ددې رياستونو، د حكمرانانو اختيارات ختم كړل شو، او ددې رياستونو انتظام صوبايي حكومت (مغربي پاكستان) ترلاسه كړ.

(iv) پر اول جولاي ۱۹۷۰ د صدراتي حكم 1970_1سره سم د مغربي پاكستان صوبه ماته كړل شوه او ددې حكم د ارټيكل (۳) او (۴) سره سم نوي صوبې جوړې شوې د آئين (۱۹۶۲) سره سم، چې كوم قبائيلي علاقه جات  په نوي صوبو كې شامل نه كړل شوې، هغو ته د مركز تر انتظام لاندې قبايلي علاقه جات، Centrally Administrated Tribal Areas نوم وركړل شو.

[يادداشت:]

(v) د آيين ۱۹۷۳ په مطابق (قبايلي علاقه جات) او د دوى حيثيت  په ارټيكل ۲۴۶ او ۲۴۷ كې داسې راغلى دى:

 

Chapter3_ Tribal Areas

246 . In the Constitution:

(a) ‘Tribal Areas’ means the areas in Pakistan which, immediately before the commencing day, were Tribal Areas, and includes.

(1) The Tribal Areas of Baluchistan and The North West frontier Province and

(2) The former States of Amb, Chitral, Dir and Swat.

(b) ‘Provincially Administered Tribal Areas’ means_

(I) The Districts of Chitral, Dir and Swat (which includes Kalam) [The Tribal Areas in Kohistan district], Malakand Protected Areas, the tribal area adjoining Maneshra district and the former State of Amb, and

(2) Zhob district, Lorali district (excluding Duki  Tehsil), Dalbandin tehsil of Chagai district and Marri and Bugti Tribal territories of Sibi district, and:

(c ) ‘Federally Administrated Tribal Areas’, includes;

(I) Tribal Areas, adjoining Peshawar District.

(2) Tribal Areas adjoining Kohat district.

(3) Triabl Areas adjoining Bannu district.

(4) Tribal Areas adjoining Dera Ismail khan district.

(5) Bajaur Agnecy.

(6) Orakzai Agency.

(7) Mohmand Agency.

(8) Khyber Agency.

(9) Kuram Agency.

(10) North Waziristan Agency , and

(11) Southe Waziristan Agency.

 

Article 247:

Administration of Tribal Areas

(1) Subject to the Constitution, the executive authority of the federation shall extend to the Federally Administrated Tribal Areas, and the executive Authority of a province shall extend to the provincially Administrated Tribal Areas therein.

(2) The  President may, from time to time, give such directions to the Governor of a province relating to the whole or any part of a Tirbal Area within the province as he may deem necessary, and the Governor shall, in the exercise of his functions under this Article, comply with  such directions.

(3) No Act of Majlis-e-Shoora (Parliament) shall apply to any Federally Administrated Tribal Areas or to any part thereof, unless the president so directs, and no Act of Majlis-e shoora (Parliament) or a Provincial Assembly shall apply to a Provincially Administrated Tribal Area, or to any part thereof unless the Governor of the Province in which the Tribal Area is situated, with the approval of the President, so directs:  and in giving such a direction  with respect to any law, the President or, as the case may be, the  Governor, may direct that the law shall, in its application to a Tribal Area, or to a specified part thereof, have effect subject to such exception and modifications as may be specified in the direction.

(4) Notwithstanding anything contained in the constitution, the President may, with respect to any matter within the legislative competence of Majlis_e shoora (Parliament) and the Governor of a Province, with the prior approval of the President may, with respect to any matter within the legislative competence of the Provincial Assembly make regulation for the peace and good Government of a Provincially Administrated Tribal Area or any part thereof, situated in the Province.

(5) Notwithstanding anything contained in the Constitution, the President may, with respect to any matter, make regulations for the peace and good government of a Federally Administrated Tribal Area or any part thereof.

(6) The President may, at any time, by Order, direct that the whole or any part of a Tribal Area shall cease to be Tribal Area, and such order may contain such incidental and consequential provisions as appear to the President to be necessary and proper; provided that before making any Order under this clause, the President shall ascertain, in such manner as he consider appropriate, the views of the people of the Tribal  Area concerned, as represented in Tribal Jirga.

(7) Neither the Supreme Court nor a High Court shall exercise any Jurisdiction under the Constitution in relation to a Tribal Area unless Majlis-e Shoora (parliament) By law otherwise provides; provided that nothing in this clause shall affect the Jurisdiction which the Supreme Court or a High Court exercised in relation to a Tribal Area Immediately before the commencing day.

(۹) (i) د پيرنګي په دور كې د ذكر شوې ټول سياسي، ائيني، او قانوني حقايقو او اقتداماتو څخه دا نتيجه راوځي، چې د پيرنګي د ټول يرغلونو او مكارۍ باوجود، د پښتون (افغان) ا ولسونو دې خاورې (اوسنې معروف په فاټا (Fata) د خپل پرله پسې مزاحمت په زور خپله خوداختياري (Self Government) وساتله. كه څه هم پردې د استعماري بالا دستي سايه وه او د خود اختيارۍ دې سياسي، روايتي، رواجي او انتظامي نظام او محور د ا ولسونو، ( د تپو او پرګنو) د بااختياره او نماينده ملكانو د جرګې نظام وو.

(ii) او، چې د ۳ جون ۱۹۴۷ د پلان او ازادۍ هند ايكټ ۱۹۴۷ لاندې دا خاوره بشپړه خپلواكه شوه، نو بيا يې له پاكستان سره له ۱۹۵۰ څخه د نوي اقرارنامو او معاهدو لاندې هم د خود اختيارۍ دغه خصوصي حيثيت وساتلۍ، چې له نورو حقايقو علاوه د آيين ۱۹۷۳ ارټيكل(۲۴۶) او (۲۴۷) يې ثابتوي.

(iii) خو له بد مرغه د پيرنګي استعمار په ډول پاكستان هم د منځنۍ پښتونخوا (فاټا) ددې خاورې سياسي، سماجي، معاشي، تجارتي، علمي او حقوقي نشوونما د ۱۹۵۶، ۱۹۶۲ او د ۱۹۷۳ آئينونو د فرنټير كرايمز ريګوليشن ۱۹۰۱ (اف سي ار ۱۹۰۱) د پوليټيكل ايجنټ د انتظاميې اقتدار او دا ډول نور استعماري انتظامي اقداماتو په ذريعه راښكېل كړه او پر شا يې وتمبوله او دا خاوره يې د استعماري تسلط په واسطه ساتلې ده.

(iv) له دې سره له تېر ديرش كلونو ( له ۱۹۷۸ تر ۲۰۰۸)  پورې د پاكستان او افغانستان په دې سيمه كې دوه غير اعلانه جنګونه ( چې لومړى يې په ۱۹۷۸ كې پيل شو او د پاكستان او افغانستان تر منځ د جينيوا معاهده ۱۹۸۸ باندې پاى ته ورسېده او دويم جنګ له ۱۹۸۹ څخه پيل شو او په بېلو بېلو مرحلو كې تر نن پورې په ۱۹ اكتوبر ۲۰۰۸ لګيا دۍ او دا دواړه جنګونه بېل بېل نړيوال اړخونه هم لري. ددې جنګونو پر پښتونخوا، جنوبي پښتونخوا او منځنۍ پښتونخوا (فاټا) د ترهګرۍ په شمول ډېرې اغېزې شوې دي.

(v) په دې پس منظر او صورتحال كې په ټوله پښتونخوا (شمالي پښتونخوا، جنوبي پښتونخوا او منځنۍ پښتونخوا) او بيا بالخصوص په منځنۍ پښتونخوا كې استمعاري امرانه او د انتهاپسندۍ او ترهګرۍ زنځيرونه پرېكول او دلته هر اړخيز سياسي، ټولنيز، معاشي او قانوني جمهوري اصلاحات د وخت اواز دى.

(vi) نو تر ټولو د مخه موږ دلته (Appendix_ A) په توګه د ۲۰ اپريل ۲۰۰۸ د مجوزه تراميمو مسوده (Proposed Amendments) وړاندې كوو په كوم كې، چې زموږ هغه تراميم دى، كوم، چې موږ دا جسټس ريټايرډ اجمل ميا لخوا د فرنټير كرايمز ريګوليشن ۱۹۰۱ (اف سي ار ۱۹۰۱) د اصلاحاتو په لړ كې تجويز كړي فاټا ريګوليشن ۲۰۰۶ Fata Regulations 2006 ورته تجويز كړى دى.

(vii) په دې تجاويزو كې پر قومي جمهوري اصولونو او پر بنيادي انساني حقوقو مبنې د فاټا (منځنۍ پښتونخوا) خصوصي آئييني حيثيت.

_ د بالغ راى دهي منتخب ايجنسي جرګه او قومي جرګه.

_ د ايجنسۍ د جرګې منتخب او جوابده ايګزيګټيو.

_ او د فاټا (منځنۍ پښتونخوا) قومي جرګې منتخب او جوابده چيف ايګزيګټيو.

_ د آزاد عدليې لپاره د ايجنسي د منتخب ايګزيګټيو رابلل شوې د مشرانو جرګه ( Council Of Elders) د اپيل لپاره له هايي كورټ سره برابري لرونكي اعلى جرګه او داسې نور ادارې تجويز كړل شوي دي.

_ د فاټا (منځنۍ پښتونخوا) لپاره تجويز شوي دا اصلاحات به تر ټولو ښه  اثر هلته ولري، چې تر ټولو د مخه ټوله پښتونخوا، شمالي پښتونخوا، جنوبي پښتونخوا، منځنۍ پښتونخوا او اټك او مياوالۍ قومي وحدت جوړ كړل شي او كه داسې نه  وي او پښتونخوا قدم په قدم كې متحد كېږي، نو هم دا تجويز كړي  اصلاحات د فاټا ( منځنۍ پښتونخوا) او د نورې پښتونخوا لپاره د نجات، ترقۍ او امن زيرى دى.